کابل باختر دوري اوومه :
دتيرې يوې اوونۍ په بهير کې دغور ولايت په مربوطاتو کې داورښتونو ، د سيلاونو دراوتلو او دواورې ښوئيدنې له امله اووه تنه له منځه تللي دي .
دغور ولايت له پيښو سره دمبارزې دتياري دادارې دنمايندګۍ ددفتر مسوول حمد الله دادفر دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغور ولايت دلعل اوسرجنګل ، تيوري اوتولک په ولسواليو کې دورستيو اورښتونو دسيلاونو دراوتلو او دواورې ښوئيدنې له امله دڅلورو تنو ماشومانو په ګډون اووه تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي .
دده دڅرګندونو له مخې، سيلاونو داستوګنې اتيا کورونه زيانمن کړي دي او دخلکو څه دپاسه سل څاروي او ميوه لرونکي اوبي ميوې ونې يې له منځه وړي دي .
ده له مصيبت ځپلوکسانوسره ددولت دمرستې غوښتنه وکړه اوويې ويل چې له دولتي زيرمو څخه له دغو کورنيو سره دمرستې امکان نشته .
0 1 دقیقه لوستل