امنیت

په سمنګانو کې د وسله والو طالبانو دډلې د يو قوماندان وژل کېدل

کابل باختر د چنګاښ پنځلسمه : دوسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان پرون دسمنګانو په ولايت کې ووژل شو. د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو د ډلې يو مشهور قوماندان مبارز د سمنګانو ولايت د روي دواب ولسوالۍ په سرخ قلعه کلي کې له امنيتي او دفاعي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شو . ده زياته کړه چې د دغې نښتې په پايله کې شپږ تنه نور وسله وال طالبان له دريو موټرسايکلونو سره ونيول شول . ختم _ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته