امنیت

په افغا نستان کې د تا و تريخوالى کمښت

کابلباختر د مرغومي او له

په افغا نستان کې تاو تريخوالى په سلو کې اته کم شوى دى .

ناتو په تيرکال کې د مخالفينو په سلو کې د اتو بريدونو د کمښت د اعلام په ترڅ کې ويلي دي ، دطالبانو دبريدونو د کمښت علت د افغان ځوا کو نو کمې او کيفې زيا تو الى او پرمختګ دي .

 د ملي دفاع وزارت ويندوى ظاهر عظيمي هم پرون اعلام و کړ د ملي اردو کميت او کيفيت لوړ شوې ده .

 خود ملګرو ملتو دسا زمان سرمنشي بان کې مون ددغه سا زمان امنيت شورا ته ددرې مياشتنې امنيتي رپوټ د وړا ندې کولو په ترڅ کې وويل : په روان کال کې په افغانستان کې تاو تريخو الى په سلو کې يو ويشت زيات شوي دى

دا لو مړۍ ځل دى چې د ملګرو ملتو دسا زمان او نا تو په رپوټو نو کې دغه شان توپير ليدل کيږي . خود نا تو دڅرګندونو  له مخې ، په وړاندې شوي احصا ئيه کې ددغه توپير علت دارقا مو دثبتو لو بيلا بيلې لارې چاري دي

د ملګرو ملتو دسا زمان دسرمنشي په رپوټ کې ويل شوى دى : د مخالفينو بريدونه د هيواد په ختيځو او جنوب ختيځو سيمو کې زيات شوي دي

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته