فرهنګ

په افغانستان کې په تېرو سلو کلونو کې دهنر حالت دتحليل علمي سيمينارجوړېږي

کابل/ د تلې ١٠مه / باختر:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ نن دهنردعالي  شورا غونډه  جوړه شوه او ټينګار وشو چې په افغانستان کې په تېرو سلو کلونوکې          دهنر حالت د تحليل علمي سيمينار جوړ شي.
د باخترآژانس د خبرله مخې ؛ په دې غونډه کې لومړى دهنر دعالي شورا مرستيال  تيمورشاه حکيميار د دغې شورا د يو کلن کارونو اوفعاليتونو رپوټ وړاندې کړ .
هغه ټينګاروکړاوهلې ځلې کوي چې شورا  وکولاى شي دخپل کاري کړندلارو له په پام کې نيولو سره د هېواد په  کچه  په پراخ  ډول خپل پروګرامونه تنظيم کړي  او د خپل کار د لارې پرسرستونزې لېرې کړي اوپه دې لاره کې يې د دولت ملاتړهم مهم وباله .
په دې غونډه کې د هنر د عالي شورا غړو هم د شورا د کاري چارو د ښه والي او داړونده پروګرام د ښيې همغږۍ په خاطر خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل.
په همدې ترتيب په افغانستان کې په تېرو سلو کلونو کې د هنر حالت دتحليل په باب دعلمي سيمينارد جوړولو او د هنر جشنوارې د ترسره کولو په موخه يوه کميټه جوړه شوه  چې په دې لاره کې کار وکړي  او د کميټې کاري رپوټ  د شورا راتلوونکي غونډې ته وړاندې شي .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته