کابل/باختر/ د وږي ۱۳ مه
د پنجشير په شتل ولسوالۍ د سېلاوونو د راوتلو له امله خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.
د دغوسېلاونو له امله د استوګنې دوه کورونه، لس کيلومتره سړک، د اوبو درې سربندونه او ٢٠٠ متره پيپ ويجاړ شوى دى.
د پنجشير له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس احمد ضيا يزداني وويل چې اوس د لسکونو کليو لارې له مرکز سره تړلې شوې دي.
هغه زياته کړه چې د پنجشير ولايت د مقام موظف پلاوى د دغه ولايت د ويجاړ شوې ساحې سروې کوي او لازم اقدامات به ترسره شي.
ختم- سعيده – اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ