کابل باختر د زمري پنځمه :
دراستنو شويو کسانو دبيا ادغامولو کميټه پرون په باميانو ولايت کې جوړه شوه
دباختراژانس دخبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دمهاجرينو دراستنولو چارو وزارت دسلاکار موحدي ، دمهاجرت دنړيوال سازمان ددفتر داستازي ، دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت دتحقيق او مطالعاتو درييس او يوشمير راستانه شويو کسانو په ګډون په باميانو کې جوړه شوې وه د باميانود والي مرستيال محمد اصف مبلغ ددغې کميټې دجوړولو هدف دمهاجرينو دراستنولو دچارو رياست له منابعو څخه اغيزمنه استفاده وبلله . ده زياته کړه چې ناامني ، وزګارتيا اوراستنوشويوکسانو ته دلومړنيو امکاناتو نشتوالي په هېواد کې له جدي چلنجونو څخه دي .
ده وويل چې په باميانو ولايت کې شپږ زره تنه راستانه شوي کسان ژوند کوي . چې هغوى ته په يکاولنګ ولسوالۍ کې داستوګنې درې سوه نمرې او ددشت قشقه -شش پل په ساحه کې پنځه سوه اته اتيا نمرې ويشل شوي دي .
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت د تحقيق اومطالعاتو رييس وويل چې د افغانستان په دولسو ولايتونوکې دبيا ادغامولو کميټې جوړې شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل