ټولنه

زموږ هندو هېوادوال سږ کال د هولي جشن نه نمانځي

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢٢ :
د هولي يا د رنګونو جشن چې د هندو هېوادوالو مذهبي جشن دى؛ سږ کال په افغانستان کې نه نمانځل کيږي.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: 
زموز هندو هېوادوال سږکال خپل اختر يا د (هولي) جشن نه نمانځي او علت يې هم زموږ د مسلمانو هېوادوالو وروستۍ وژنې دي چې په وروستيو تروريستي بريدونوکې په هېوادکې وژل شوي دي.
د افغانستان د هندوانو او سکانو استازي او مشران وايي: د وروستيو پيښو له امله موږ د خپلومسلمانو هېوادوالو د همدردۍ په لټه کې يو؛ په دغه شان حالاتو کې د جشن جوړول مناسب کار نه دى.
دوى وايي: د افغانستان هندوان او سکان د دغه هېواد بچيان او د افغانستان  او اسلام تر بيرغ لاندې ژوندکوي. په افغانستان کې د وروستيو ورځو په بهيرکې زموږ يو زيات شمېر هېوادوال شهيدان شول؛ زموږ وجدان دا نه مني چې نور هېوادوال غم ولري او موږ ميله وکړو.
د هولي يا د رنګونو او پسرلي جشن په بدۍ د ښه والي د برياليتوب په توګه  هرکال نمانځل کيږي، خوسږکال به په افغانستان کې د هولي جشن د نورو کلونو په پرتله توپير ولري، ځکه  د سږ کال د هولي جشن د هغو تروريستي پيښو له امله چې په هېوادکې رامنځته شوي دي؛ زموږ هندو هېوادوال د خپل لوړ احساس له امله چې د خپلو نورو هېوادوالو په وړاندې يې لري؛ د هولي جشن نه نمانځل کيږي.
په داسې حال کې چې د هېواد اساسي قانون د نورو اديانو د پيروانو ملاتړ کوي  او هغوى ته يې د دوى د ديني او مذهبي آزاديو ضمانت کړى دى، خو د افغانستان د هندوانو او سکانو دغه حرکت د مسلمانو هېوادوالو په نسبت   د دوى د پيوستون، درناوى او زغم  ښکارندوى دى.
د هندوانو او سکانو هېوادوالو دغه حرکت د انسان او بشريت په نسبت د درناوي  او وطندوستۍ ښکارندوى دى.
دوى په دې ترتيب ملي پيوستون نندارې ته وړاندې کړ او ويې ښودله چې افغانان په غم او خوښۍ کې له يوبل سره شريک دي.
څومره به ښه واى چې ملاهيبت الله او د طالبانو نور مشرانو بايد له هېواد سره له  هندوانو او سکانوڅخه زده کړې واى.
د هغې ورځې په هيله چې د طالبانو مشران هم د وطنپالنې حس پيدا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته