سیاست

جمهور رئیس غني د شانګهای د همکاریو سازمان له سکرتر جنرال سره وکتل

کابل باختر  دغبرګولي  نولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې دقزاقستان پلازمېنه استانه کې په خپل استوګنځای کې د شانګهای د همکاریو دسازمان له سکرتر جنرال رشید عالم اف سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
دواړو لورو د سیمې د بېلابېلو مسایلو او همدارنګه په دې ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو تر منځ د همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو د ناستې د ارزښت په اړه بحث او خبرې وکړې.
د هېواد جمهور رئیس د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو د اولسمې غونډې د جوړېدو په خاطر د دې سازمان سکرتر جنرال ته مبارکي وویله او د دې سازمان کلنۍ غونډې یې د سیمه ییزې همپالنې لپاره مثبت ګام وباله.
د شانګهای سازمان سکرتر جنرال وویل، موږ افغانستان ته ځانګړې پاملرنه لرو او د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانوپه اولسمه ناسته کې یې د جمهور رئیس غني په ګډون خوښي وښوده.
هغه وویل، د شانګهای سازمان د اولسمې ناستې په پای کې به ګډه اعلامیه خپره شي چې افغانستان هم په هغه کې شامل دی. د شانګهای سازمان سکرتر جنرال زیاته کړه، موږ په سیمه په ځانګړي ډول افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین غوښتونکي یوو او په دې برخه کې د افغانستان حکومت کوښښونه هم د درک وړ دي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل پروسې کنفرانس په اړه معلومات ورکړل وې ویل، کابل پروسې د سولې او ثبات د تامین په موخه د سیمه ییزې همکاري لپاره هر اړخیز بحث برابروي او په لومړي کنفرانس کې د بېلابېلو هېوادونو استازو فعال ګډون درلود.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د اسیا امنیت او ثبات د افغانستان په امنیت او ثبات پورې اړه لري او موږ له خپلو سیمه ییزو او نړيوالو شریکانو سره په دې برخه کې هلې ځلې کوو.
هغه دېته په اشارې چې اسیا لوی اقتصادي بستر او ظرفیت لري وویل، موږ د سیمه ییزې همکارۍ او د سولې او ثبات د تامین لپاره مثبت لیدلوری لرو، خو تروریزم د اسیا لپاره جدي ستونزه ګڼل کېږي چې د دې پدیدې د مهارولو لپاره ګډې مبارزې ته اړتیا ده.
د شانګهای سازمان سکرتر جنرال وویل، افغانستان د پرمختګ او روښانه راتلونکي لپاره مناسب ظرفیتونه لري او هغه لېوالتیا وښوده چې افغانستان ته سفر وکړي. د هېواد جمهور رئیس له هغه څخه وغوښتل چې په مناسب فرصت کې افغانستان ته سفر وکړي.
په دې کتنه کې د افغانستان او د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو تر منځ د اړیکو او همکاریو په پراختیا ټینګار وشو.
په دې کتنه کې د هېواد د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر،په زیربنایي چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي، په عامه اړیکو او ستراتیژیکو ارتباطاتو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار شاه زمان میوندي او په چین کې د افغانستان سفیر جانان موسی زي هم حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته