روغتیا

په هېوادکې د درملو د قاچاقو پرخلاف سراسري مبارزه پيل شوه

 کابل باخترلړم دمياشتې ٦ نيټه  :
د درملو او روغتيايي محصولاتو د چارو د تنظيم ملي ادارې نن د بې کيفيته درملو د قاچاقو پرخلاف سراسري مبارزه پيل کړه.
ددغه پروګرام لومړى پړاو له کابل څخه پيل شوه او د دولسو اوونيو لپاره دکابل ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليوکې دوام کوي.
د دغې مودې په بهيرکې د درملو ټول واردونکي شرکتونه او درملتونونه څيړل  کيږي او وروسته دغه مبارزه په ولايتونوکې هم دوام کوي.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د درملو او طبي محصولاتو د چارو د تنظيم دملي ادارې لوى رئيس ډاکتر نورشاه کامه وال د حکومت د رسنيو په مرکزکې په يوه خبري غونډه کې د دغې مبارزې  په اعلامولو سره وويل چې ددغه رياست منسوبين له دريو مياشتو را په دې خوا د درملو له واردونکو شرکتونو او درملتونونو څخه څيړنې پيل کړې او موندلي يې  دي چې د درملو  ٨١٧ واردونکي شرکتونو د عامې روغتيا وزارت له قانوني اجازې پرته يې فعاليت کاوه .
ډاکتر کامه وال وويل: د دغو شرکتونو فعاليتونه ځنډول شوي او ورته يوه مياشت وخت ورکول کيږي چې د خپلو فعاليتونو سندونه د درملو د قانون او د درملو او روغتيايي محصولاتو د چارو د سمون د ملي ادارې د توليد او واردولو د مقررې له مخې وړاندې کړي؛ له دې پرته د دوى د فعاليت جواز د تل لپاره  سلبيږي.
ده دغه راز په کابل ښارکې  ٩٣ درملتونونو د تړلو يادونه هم وکړه او ويې ويل  چې يوشمېر دغه درملتونونو په غيرقانوني او يو شمېرنور يې د عامې روغتيا وزارت له رسمي جواز پرته يې فعاليت کاوه.
په دې خبري غونډه کې ډاکتر کامه وال دغه راز وويل چې د ١١٣ بهرنيوکمپنيو  د درملو توليدي واردات يې هېواد ته بند کړي دي .
ده وويل چې دغه بهرنۍ کمپنۍ دعامې روغتياپه وزارت کې ثبت او راجستر نه وې. ده له ټولو ډاکترانو او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو له مسوولينو څخه وغوښتل چې د دغو کمپنيو لست چې د درملو او د روغتيايي محصولاتو د چارو د سمون د ملي ادارې په رسمي پاڼه کې ليکل شوى دى، وګوري او د دغو کمپنيو د درملوله استفادې څخه دې ډډه او له دغې ادارې سره دې مرسته وکړي.
ده وويل چې اوس سل ټنه بې کيفيته درمل په مرکز او اووه  څلويښت ټنه نور په ولايتونوکې راټول او له منځه وړل شوي دي.
ډاکتر کامه وال له ډاکترانو او خلکو څخه وغوښتل چې د هېواد د دوايي سيستم د اصلاح کولو په لاره کې دې له دغې ادارې سره همکاري وکړي.
دوى ژمن دي چې د خلکو او د امنيتي بنسټونو په همکارۍ په هېوادکې د قاچاقي او بې کيفيته درملو مخه ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته