سیاست

د غزني ولايت يوشمېر وکيلانو د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې له مشرتابه هيئت سره وکتل

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ١٥
د غزني ولايت دوو تنو وکيلانو شاه ګل رضايي او خداداد عرفاني د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې له لوى رئيس کپتان حامد ظاهر او د دغې ادارې د پلان او پاليسۍ له مرستيال ډاکتر محمدقاسم وفايي زاده سره د جاغوريو ولسوالۍ   د هوايي ډګر د جوړولو په باب خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
په دې کتنه کې دخلکو استازو دجاغوريو دهوايي ډګرجوړولو ارزښت ته په اشارې سره دملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې له مشرتابه هيئت څخه وغوښتل چې ددغه ډګر درنوې اوسنۍ کرښه  چې٨٥٠ مترو په اوږدوالي جوړه شوې ده، پراخه شي .
دا په داسې حال کې چې د جاغوريو د هوايي ډګر د جوړولو کار بشپړ شوى دى، خو لا تراوسه پورې دکار قراردادي شرکت دغه ډګر دولتي مسوولينو ته نه دى سپارلى.
که څه هم پخوا ځينو سيمه ييزو مقاماتو د يولړ مراسمو په ترڅ کې پرته له دې چې  د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې ته خبر ورکړي د جاغوريو هوايي ډګر پرانستى و .
د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې لوى رئيس حامدظاهر د غزني وکيلانو ته ډاډ ورکړ چې دغه اداره د جاغوريو د هوايي ډګر د رنوې د اوسنۍ کرښې د لا زياتې پراختيا په  برخه کې چې  د سترو الوتکو دناستې او الوتنې زمينه هم پکې برابره شي؛ همکارۍ ته چمتو ده.
ده ټينګار وکړ: د جاغوريو د هوايي ډګر د رنوې د کرښې د پراختيا په برخه کې يوه ستونزه، دسيمې دخلکو د شخصي ځمکو د استملاک موضوع ده اوکه چېرې سيمه ييز مقامات او د خلکو استازي دغه ستونزه حل کړي؛ د هوايي چلند اداره به په دې برخه کې خپل کار پيل کړي .
په مقابل کې دغزني د خلکو استازو د جاغوريو دهوايي ډګر د رنوې دکرښې د لازياتې پراختيا په برخه کې د دغې ولسوالۍ د لارې په تګلوري کې امنيتي چلنجونو ته په اشارې سره چې د سترو الوتکو د ناستې او الوتنې ظرفيت ولري، د همکارۍ  ژمنه وکړه چې د خلکو د شخصي ځمکو د استملاک موضوع حل کړي.
وروسته د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې د پلان او پاليسۍ مرستيال ډاکتر محمدقاسم وفايي زاده خبرې وکړې. ده دخپلو خبرو په يوه برخه کې  وويل چې د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره د غزني د وکيلانو د غوښتنو د عملي کولو لپاره اقدام کوي او د جاغوريو د هوايي ډګر د رنوې د کرښې د پراختيا تخنيکي او مالي   چارې پيلوي.
د جاغوريو هوايي ډګر چې د٨٥٠ مترو په اوږدوالي نوى جوړ شوى دى د سترو  مسافر وړونکو الوتکو د ناستې او الوتنې ظرفيت نلري او يوازې په بيړنيو شرايطو کې کولاى شوله هغه څخه استفاده وکړو. خو د کوچنيو الوتکو د الوتنې لپاره او هغه هم د پوځي الوتکو لپاره ستونزه  نلري .
ويل کيږي چې ١٦٠ متره نور د دغه ډګر د رنوې د کرښې د پراختيا په صورت کې د جاغوريو په هوايي ډګر دسترو پوځي الوتکو دناستې او الوتنې زمينه برابريږي.
خو دغه موضوع له لومړنيو اټکلونو سره سره زياتې تخنيکي او فني څيړنې ته اړتيا لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته