ټولنه

دنيمروز ولايت يوشمير خلک دملي پيوستون له اسانتياو څخه ګټه واخسته .

کابل باختر د کب اوولسمه :
په نيمروز ولايت کې پرون څه دپاسه څلور سوه کورنۍ دملي پيوستون دپروګرام  د ټولګټو پروژو له اسانتياوو څخه ګټه واخسته .
  دکليو دبيا جوړولو اوپراختياوزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دغه پروژې  ددغه ولايت مرکز زرنج  ښار په مربوطاتو او دکنګ اوچخانسور په ولسواليو کې دڅه دپاسه يوولسو مليونوافغانيو په لګښت  بشپړې اودخلکو استفادې ته وسپارلې شوې .
په دغو پروژو کې داوبو لګولو دکانالونو ترميم او پراختيا اودسړکونو کريړ اچول شامل دي چې ددغو پروژو دکار په بهير کې يوزرو درې سوه شلو تنوفني او غير فني کارګرانوته دکار زمينه برابره شوې وه .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دملي پيوستون دپروګرام  دساتنې اوڅارنې دکار موندلو پروژې دفعاليت له پيل څخه دنيمروز ولايت په درې  سوه  يوڅلويښت  کلي د پرمختيايي پروګرامونو ترپوښښ لاندې نيولي دي اوتراوسه يې  وکولي شول يوسلو څلوراويا پروژې  په بيلابيلو سيموکې بشپړې  او دخلکودګټې اخستنې ته يې وسپاري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته