نړۍ

په هند کې له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې دوام لري .

کابل /  دليندۍ ٢٩مه / باختر:
پوليسو دهند په څو سترو ښارونوکې اعتراض کوونکي په داسې حال کې ونيول چې ددغه هېواد په سترو ښارونوکې مظاهرې  لاتراوسه پورې هم دوام لري .
اعتراض کوونکو په داسې حال کې ددين پربنسټ دتابعيت  دورکړې دجنجالي قانون پرخلاف مظاهرو ته دوام ورکړى دى چې په دې وروستيو وختو کې دهند پوليسو د مظاهرو دوام منع اعلام کړ .
ددغه قانون پربنسټ له مسلمانانو پرته ، هغو نورو مهاجرينو ته چې له  ٢٠١٥ کال وروسته له افغانستان ، پاکستان او بنګله ديش  څخه هندته تښتيدلي دي دهند تابعيت ورکول کېږي  ، انتقاد کوونکي وايي چې  دغه قانون مسلمانان مثتثنى  کړى دى اودهند سيکو لاره دموکراسي تر پوښتنې  لاندې نيسي .
اعتراض کوونکي پرون په داسې حال کې واټونو ته راووتل او موټروته يې اور واچاوه چې پوليسو دهغوى خورولو لپاره اوښکې بهوونکي ګاز وکارول  .
ددغې تاريخي کلا په شاوخوا اودنوي ډيلي په نورو سيمو کې دانترنټ  اوتيلفون خدمتونه بند شوي دي  هغه اقدام چې هندي مقامات له هغه څخه دکشمير په ګډون دهند په نورو برخو کې کار اخلي تر څودمظاهرو مخه ونيسي .
ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته