امنیت

يو ماين ښخوونکى طالب په پکتيا کې ووژل شو

کابل /دوري ١٠مه / باختر :
يو وسله وال طالب په پکتيا کې  د خپل ماين په چاودنه کې  ووژل شو او يو بل طالب ټپى شو.
دغه پېښه  پرون  د پکتيا د روحاني بابا ولسوالۍ د قدوس په کلي کې  هغه وخت رامنځته شوه چې دغو طالبانو غوښتل په واټ کې ماين ښخ کړي.
د پکتيا د والي وياندعبدالله حسرت باختراژانس ته وويل چې ماين له ښخولو مخکې  وچاودېد.
هغه تاييد کړه چې په پېښه کې يو وسله وال طالب  وژل شوى او يو بل ټپى شوى دى .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړوند څه نه دي ويلي.
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته