فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د خواشينۍ پيغام

کابل / د غبرګولي ٢٧ مه / باختر
د پژواک خبري آژانس د کارکوونکي شاه محمد هارون پر مړينې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د خواشينۍ پيغام
په خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د پژواک خبري آژانس کارکوونکي شاه محمد هارون د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري د ده پر مړينې خواشيني څرګندوي او د الله (ج) له درباره هغه ته د فردوس جنت، کورنۍ او خپلوانو، د پژواک خبري آژانس مشرتابه او کارکوونکو او د هېواد ټولو رسنيو ته د زغم او صبر هيله کوي.
پاى / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته