کابل باختر دسلواغې پنځه ويشتمه :
د المپيک د ملي کميټې د رياست مسوولينو نن د دغې کميټې په مقرکې د يوې غونډې په ترڅ کې د دغه رياست د پست لپاره د انتخاباتو نيټه مشخصه کړه .
د المپيک د ملي کميټې د مطبوعاتو آمر منور شاه شهزاد باختر آژانس ته وويل: په دې غونډه کې چې د المپيک د ملي کميټې د رييس محمد ظاهر اغبر په ګډون جوړه شوه؛ د المپيک د ملي کميټې د رياست د پست لپاره د انتخاباتو نيټه د روان هجري لمريز کال د کب د مياشتې دويمه نيټه اعلام شوه او ويې ويل شول چې دغه انتخابات به د آسيايي شورا او د المپيک د نړيوالې شورا د استازو او د فدراسيونونو د رييسانو په وړاندې په کابل کې ترسره شي .
د شهزاد د څرګندونوله مخې: تراوسه پورې د هېواد د ورزش ځلانده څيره نثار احمد بهاوي، د سنوکر د څانګې يو تن ورزشکار احمد شاه عاشوريان او د ورزش يوتن مخکښ انجنير عظيم نيازي په دغه پست کې ځانونه کانديد کړي دي .
په دې غونډه کې دغو دريو تنو کانديدانو په هېوادکې د ورزش د ودې او ښه مديريت له امله د ظاهر اغبر کارونه وستايل .
0 1 دقیقه لوستل