ښوونه او روزنه

په هلمند کې ۳۴ ښوونځیو ته ودانۍ رغول کېږي

 کابل / د وږي ۱۷ مه / باختر
د هلمند د پوهنې ریاست مسوولین  وايي چې په دغه ولایت کې د ۳۴ ښوونځیو ته ودانۍ رغول کېږي.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې، د هلمند د پوهنې رییس داوود شاه صفاري د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې وویل چې په دغه ولایت کې د ۹۶ ښوونځیو د ودانیو د رغولو چارې روانې دي او ۳۴ نورې هم منظورې شوې دي چې په نږدې راتلوونکي کې به یې چارې پیل شي.
په ورته وخت کې د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان وویل چې د هېواد راتلونکی نسل د همدې تعلیمي ادارې په چوکاټ کې روزل کېږي چې سمه روزنه به يې د هېواد د امنیت، پرمختګ او ګڼو نورو برخو کې شته ستونزې حل کړي.
په هلمند کې په داسې حال کې نوی ښوونیز کال پیل کېږي چې لا هم پر نړیوالې وبا د اخته کېدو وېره شته دی، خو روغتیايي مسوولین وايي چې د عامې روغتیا د لارښوونو په عملي کولو سره به کومه جدي ستونزه نه رامنځته کېږي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته