امنیت

په کونړ کې له يرغلګرو سره دپوځيانو نوې نښتې

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٦ :
دافغانستان په ختيځ کې په کونړ ولايت کې نن   دپوځيانو  او دطالبانو په ډلې پورې  داړوندو يرغلګرو ترمنځ  دنويو نښتو ډګر و .
دغه   جګړې  نن  له  غرمې  مخکې په غازي  آباد  ولسوالۍ کې په څو  امنيتي پوستو دطالبانو له ډله ييزو بريدونو وروسته  ونښتې او تراوسه پورې دوام لري
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛ په دغو نښتو کې  دواړو لورو ته دسر زيان اوښتى دى   خو دقيق شمير يې  څرګند نه دى.
دکونړ ولايت امنيه قوماندان  جنرال عبدالحبيب سيدخيل دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛  چې په دغو نښتو کې تراوسه پورې طالبانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى .
ده   په دغو نښتو کې پوځيانو ته  دسر داوښتو زيانونو په باره کې  څه ونه ويل .
ويل کيږي  چې کومکي  ځواکونه ساحې ته رسيدلي دي او طالبان په کلابندۍ کې دي .په همدې حال کې  عيني شاهدان وايي  چې په دې پيښه کې دطالبانو دډزو له امله ديوه ماشوم په ګډون درې تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته