روغتیا

په نشه يي توکو ځينې روږدي کسان له علاج او درملنې وروسته دتخار په دولتي ادارو کې په کار وګومارل شول .

کابل باختر دغبرګولى  لومړي :
په تخار ولايت کې په نشه يي توکو دروږدو کسانو  دعلاج او درملنې بهير دوام لري .
مسوولين وايي چې ځينې دغه روږدي کسان له روغتيا وروسته ددغه ولايت په دولتي ادارو کې په کارګومارل شوي دي .
دتخار والي ډاکتر محمد ياسين ضيا کله چې داړوندو ادارو دمسوولينو په ملګرتيا په تالقانو ښار کې په نشه يي توکو دروږدو کسانو په راټولولو بوخت وو مسوولينو ته يې لارښوونه وکړه چې دغه پروګرام تعقيب کړي او هلې ځلې وکړي چې روږدي کسان له مرکز او ولسواليو څخه راټول او ددرملنې لپاره کابل ته وليږدول شي
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دروږدو کسانو دراټولولو پروګرام په پيل کې پنځوس تنه روږدي کسان دتالقانو له ښار څخه راټول او درملنې لپاره  مرکز ته وليږدول شول .
خبرځاى زياته کړه چې نيول شوي کسان له درملنې وروسته دتخار ولايت ته وليږدول شول اوکورنيو ته يې وسپارل شول
خبرځاى  دغه راز وويل چې دوه تنه پخواني روږدي کسان له روغتيا وروسته دتخار ولايت دکار ټولنيزو چارو شهيدانو اومعلولينو په رياست کې په کا ر بوخت دي  .
ډاکتر ياسين ضيا کله چې پرون په تالقانو ښار کې دروږدو کسانو په راټولولو بوخت وو  په نشه يي توکو روږدوکسانوته سپارښتنه وکړه چې له دې کار څخه دې لاس واخلي او خپل عادي ژوندانه ته دوام ورکړي .
دتخار والي ددغو دوو تنو له کورنيو سره  چې همدا اوس په دولتي ادارو کې کارکوي دولايت دمقام له بودجې څخه څلور بورى اوړه ، يوه اندازه چاى اوبوره  او دپنځلسو زرو افغانيو نغدو پيسو مرسته وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته