امنیت

په هرات کې ديو خصوصي بانک دپيسو دغله نيول .

کابل باختردلړم شلمه :
يو تن په هرات کې ديوه بانک دپيسو دليږدونې دموټر دوسله والي غلا يو تورن   له غلا شويو څه ناڅه پنځومليونو افغانيو سره ونيول شو .
تورن دملي امنيت درياست او دهرات دپوليسو په ګډو عملياتو کې ونيول شو .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد  دهرات ولايت دملي امنيت درياست په يوې خبري غونډه کې ددغه تکى په بيانولو سره  وويل دوسله والو  غلو هغه ډلې چې څو ورځې مخکې دهرات ښار دپنځمې ناحيې په مربوطاتو کې دپيسو دليږدونې په يوه موټر بريد کړي وو پيژندل شوي دي چې ددې ډلې يوتن ونيول شو .
  ختم_سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته