اقتصاد

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲۵میلیارد افغانیو په ارزښت اته قراردادونه منظور کړل

کابل_باختر د کب د مياشتې١٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون تېر ماښام په ارګ کې د ۲۵میلیارد افغانیو په ارزښت اته قراردادونه منظور کړل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
منظور شوي قراردادونه په لاندې ډول دي:
– د نیمروز ولایت د کمال خان بند د درېیم فاز قرارداد؛
– د فاریاب ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ د دهنه دره بند د ډیزاین او جوړولو قرارداد؛
– د کاسا ۱۰۰۰ د لین غځولو پروژه په پرنیسپ کې تصویب شوه؛
– د لغمان ولایت د مهترلام بابا حلقوي سړکونو د جوړولو قرارداد؛
– په اسلام ابادکې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سفارت کمپلکس جوړول؛
– د جمهوري ریاست د چارو عمومي ادارې د سون او اعاشوي توکو درې قراردادونه.
جمهوررئیس غني د کاسا ۱۰۰۰ د لین غځولو پر پروژې د بحث پر مهال د مالیې او انرژۍ وزارتونو له مذاکره کوونکي پلاوي څخه مننه وکړه چې د دوی د اغیزناکو مذاکراتو په نتیجه کې د دغې پروژې د داوطلبانو په وړاندیز شوې بیه کې د پام وړ تخفیف رامنځته شو.
د ملي تدارکاتو کمېسیون د دایکندي ولایت د غودار، د بامیان ولایت د ګزک، د پروان ولایت د دهنه غوربندک، د پکتیا ولایت د پلتويي، د خوست ولایت د دوه مند، د لغمان ولایت د علینګار، د هرات ولایت د تیرپل، د فراه ولایت د زره مردان، د غور ولایت د دهنه بوم، د پنجشیر ولایت د واخي، د تخار ولایت د چال، د بادغیس ولایت آب شوره، د کندهار ولایت لوره او د ارزګان ولایت اغاجان بندونو د تخینکي څېړنو او تفصیلي ډيزاین پر پروژو یو وار بیا بحث وکړ.
غونډې په دې اړه پرېکړه وکړه، چې د مهمو ملي زیربنايي پروژو د اغېزناک تطبیق څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه دې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس په مشرۍ د اوبو او انرژۍ او اقتصاد وزیرانو، په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس د سترسلاکار او د ملي تدارکاتو ادارې په ګډون اختصاصي غونډه جوړه شي.
جمهوررئیس غني د دغو پروژو د امکان سنجوونکو څېړنو په اړه څرګنده کړه چې د هغو اسناد یې شخصاً مطالعه کړي دي او د دې اړتیا شته چې د دغو پروژو د بیو په مقابل کې د ترلاسه کېدونکي ارزښت اقتصادي تحلیل وشي. هغه په ټینګار سره وویل، په دغو پروژو کې دې شرکتونه د سالم او شفاف رقابت له لارې برخه واخلي چې د دغه شان پروژو د تطبیق رېښتني مالي او تخنیکي توان ولري.
د ملي تدارکاتو کمېسیون د ملي دفاع وزارت وړاندیز چې له مخې به یې د توریدي توکو په ځای کورني پیداوار کاروي؛ د هغه وزارت په اعاشوي قراردادونو کې تائید شول. جمهوررئیس په دغه برخه کې یو وار بیا ټینګار وکړ چې حکومت دې د کورنیو تولیداتو د پياوړتیا او د کورني مارکیټ لپاره د دولتي قراردادونو له لارې د ځنځیري ارزښت د رامنځته کولو په خاطر له هر ډول کوښښونو او له افغاني متشبثینو کلک ملاتړ کوي.
په غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون پخوانۍ پرېکړې چې له مخې به یې د افغانستان برېښنا شرکت په اداره کې اصلاحات او کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو څانګه ملکي او مسلکي کېږي وارزول شول. د هېواد جمهوررئیس په دغه برخه کې لارښوونه وکړه چې د اصلاحاتو بهیر د بشپړېدو لپاره دې ټاکلی وخت د اړوندو ادارو له خوا تشخیص شي. 
همدارنګه، د ملي تدارکاتو کمېسیون د وزارتونو او تدارکاتي ادارو د اعطا امرینو ته د لا زیات صلاحیت ورکولو په اړه د ملي تدارکاتو کمېسیون پيشنهادي طرحه د قراردادونو د تعدیلاتو د ځینو مواردو ارتباط تصویب شوه او سپارښتنه وشوه چې وزارتونو او ادارو ته د صلاحیتونو په ورکړه کې د انګېزې پیدا کولو میتودونه د هغوی کړنو او اجراآتو ته په پام کولای شي راتلونکي کې د یو ښه میتود په توګه وکارول شي.       
په دغه غونډه کې د ملي تدارکاتو کمیسیون پر غړو سربېره، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولانو، د سیګار، فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس او د غوڅ ملاتړ د سیستیکا ادارې د شفافیت ناظرینو هم ګډون درلود.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته