امنیت

دفراه دملي امنيت يو کارکوونکى شهيد شو

کابل باختر د مرغومي  لسمه :
دفراه ولايت دملي امنيت درياست يو کار کوونکى نن دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ددغه ولايت په مرکز کې په ډزو سره شهيد شو .
  دفراه دامنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب دباختراژانس خبريال ته وويل چې دملي امنيت درياست کارکوونکى سيد عاشق  الله دفراه ښار دعسکر اباد په سيمه کې  خپل کورته مخامخ دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو
ده وويل وژونکي له ساحې څخه وتښتيدل خو پوليسو ددوى په تعقيب کې دي
ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته