کابل/باختر/ د چنګاښ ۵ مه
د پکتیا د ډنډپټان ولسوالۍ په بېلابېلو سیموکې درې پاکستاني وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ډګرمن محمد فاروق روشن باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان پرون ناوخته له افغان ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
ویل کېږي په نښتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال
2 د یوې دقیقې څخه لږ