نړۍ

دامريکا په يوې پوځي الوتکې په جنوبي سوډان کې ډزې وشوې.

–  واشنګتن  رويترز  باختر دمرغومې دمياشتې ١
د امريکا اردو  پرون اعلام وکړ چې  ددغه هيواد په يوې پوځي الوتکې سوډان کې له ځمکې څخه  ډزې وشوې او څلور تنه کارکوونکي يې  ټپيان  شول .
د رويترز دخبري آژانس دخبرله مخې : په دغې الوتکې په جنوبي سوډان کې دامريکايي اتباعو د ښکته کولو دماموريت د اجرا کولو په وخت کې ډزې وشوې.
داسوشتدپرس دخبري آژانس دخبرله مخې :   دغه امريکايي الوتکه په  جنوبي سوډان کې دجونګلى ايالت دمرکز په لور د الوتنې په حال کې وه چې له تيرې اوونۍ راپه دې خوا د  ادرو او د دولت دوسله والو مخالفينو ترمنځ دسختې نښتې ډګر دى په دې نښته کې څه ناڅه پنځه سوه  تنه وژل شوي او شل زره تنه نور ټپيان  شوي  دي
په جنوبي سودان کې ميشتو قومونو چې تر ٢٠١١ ميلادي  کال پورې  د سوډان په پايتخت خرطوم کې له مرکزي حکومت سره مبارزه کوله دخپلواکۍ له وخت څخه راپه دې خوا د يو بل پرخلاف نښتې او تاوتريخوالي ته مخه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته