ټولنه

په پکتيا کې له پنځو جګړه ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه

ګرديز باخترد زمري د میاشتې ۳ مه
په پکتیا ولايت کې د ماين پاکۍ له خوا له هغو پنځو کورنيو سره مرسته وشوه چې په بېلابېلو پېښو کې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي وو.
د پکتيا د والي مرستيال عبدالولي سهي باختر اژانس ته وویل چې په دغو مرستو کې له يوې کورنۍ سره د زرنج موټر سایکل، له دوو کورنيو سره د دوو دوو غواګانو او له دوو نورو کورنيو سره د دکانونو او د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
سهي زياته کړه، چې مرسته اخيستوونکې کورنۍ به د دغو مرستو په مټ وکولای شي خپلې اقتصادي ستونزې تر ډيره بريده حل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته