ټولنه

د کار او ټولنيزو چارو وزارت خبرتيا

کابل/ باختر/ دکب دمياشتې ٢٧مه
د (وري د مياشتې له لومړۍ نېټې څخه د وږي د مياشتې تر وروستۍ نېټې پورې) د ١٣٩٨هجري لمريز کال په لومړيو شپږمياشتو کې د کار د پيل او پاى رژيم په دې         ډول تنظيم شوى دى:
له شنبې تر چهارشنبې پورې:
د لمانځه د ادا کولو او د ډوډۍ د خوړولو په خاطر د غرمې له ١٢بجو څخه تر يوې بجې پورې د يو ساعت وقفې په پام کې نيولو سره، د کار پيل د سهار ۸ بجې او د کار پاى د مازيګر ۴ بجې.
د پنجشنبې په ورځو کې:
د کار پيل د سهار ۸ بجې او د کار پاى له غرمې وروسته يوه بجه.
د روژې په مبارکه مياشت کې، د پنجشنبې د ورځې په ګډون، د کار پيل د سهار ۸ بجې او د کار پاى له غرمې وروسته يوه بجه.
په توليدي او خدماتي موسسو او په دايمي ډول د فعالو برخو (د کار د شفتونو تنظيم)، نشراتي، روغتيايي، پوهنې او د لوړو زده کړو د موسسو، د کار د اقليمي شرايطو او د اړوندو لايحو او مقررو له په پام کې نيولو سره د خپلو کارکوونکو د کار پيل او پاى  د پورتني رژيم په متفاوت، په اوونۍ کې ۴۰ ساعته تنظيم او د دغه وزارت له موافقې وروسته تطبيقيږي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته