امنیت

د ملي اردو ځواکونو د انتخاباتو د بهير په اوولسو مياشتوکې څه وکړل؟

کابل باختر  دوري  اتلسمه :
د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو سره کيدل چې د روان کال د وري دمياشتې په شپاړلسمه نيټه تر سره شول؛ د افغانستان په تاريخ په تلپاتې ورځ بدل شول.
دغه ورځ په دې دليل تلپاتې کيدونکې ده چې د پاکستان په استخباراتي شبکو پورې اړوندې تروريستې ډلې د دغه بهير د ګډوډولوګواښ کړى و او تر کومه ځايه پورې يې له لاسه کيدل؛ په دې افغاني ضد توطيه کې سخت دريځه او سخت تمبه پاتې شوه.
دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال محمدظاهر عظيمي په دې باب دباختر آژانس خبريال ته وويل: ددغه ملي او تاريخي بهير برياليتوب د هغه ګډ او پرله پسې کار زيږنده دى چې د ١٣٩١ کال دلړم دمياشتې له شلمې نيټې څخه پيل شو او نږدې ١٧ مياشتې يې دوام وکړ.
دملي اردو د پلان جوړولو لومړۍ مفکوره د ١٣٩١ کال دلړم په مياشت کې پيدا شوه او د انتخاباتو د امنيت د تامينولو لپاره دعملي پلان جوړولو په لاره کې لس قرارګاوې په ستراتيژيکي او اوپراتيفي کچه کې او ٣٢ قرارګاوې په تکتيکي کچه کې جوړې شوې او په فعاليت يې پيل وکړ.
نږدې سل زره تنه دڅه دپاسه شپيتو زرو تنو ځاى پرځاى کولو او په تعليمي ، تحصيلي او قرارګاهي مرکزونوکې د نږدې ٤٠ زرو تنو تياري ته په پاملرنې سره ددغو پروګرامونو دتطبيق لپاره تيارى نيولى دى او د دوى د ظرفيت د لوړولو لپاره:
• د وزارت په کچه د دريو ستراتيژيکي کنفراسونو جوړول.
• په اوپراتيفو او تاکتيکي کچه دڅلورو کنفرانسونو جوړول.
• تر تاکتيکي کچې پورې قدموکې په ستراتيژيکي کچه کې دوه موارده تطبيقات.
• په سترتيژيکي کچه  يو مورد حربي عمليات او د قول اردوګانو په کچه دوه مورد اوپراتيفي مشق او تمرين ترسره شوى دى.
په  دې موده کې څه دپاسه ١٤٠٠ پلان شوي او قاطع عمليات چې څه دپاسه ٣٠٠ عمليات يې په څو وروستيو مياشتوکې ترسره شوي دي او ٢١٥ خاص عمليات هم اجراشوي دي چې د ملي اردو د عسکرو د دغو ټولو هلو ځلو په امنيتي ځواکونو په تېره بيا په ملي اردوکې د انتخاباتو لپاره مساعد شرايط برابرکړل .
د ملي اردو خاصو هوايي او ځمکنيو ځواکونو د مستقيمو ډزو، د توغنديو د توغولو او په ټول هيوادکې د ماينونو او ځانمرګو بريدونو په ګډون د دښمن ٦٩٠ پوځي تحرکات په  داسې ډول شنډ کړل چې د انتخاباتو سلامتيا او  د خلکو ګډون ته کوم زيان ونه رسوي.
په ٢٠١ سيلاب زون کې (دننګرهار،لغمان کونړ،کاپيسا ،نورستان او د پروان) په ولايتونو او په سروبي ولسوالۍ کې دښمن ١٨٢ پوځي تحرکات لرل.
په ٢٠٣ تندر زون کې ( لوګر ،ميدان وردګ، پکتيکا،پکتيا او خوست ) د دښمن ٢٤١مورده تحرکات وليدل شول.
په ٢٠٥ اتل زون کې (قندهار، ارزګان او زابل) دښمن شل ځلې په تحرکات لاس پورې کړ.
په ٢٠٧ ظفر زون کې (هرات ، بادغيس او غور) تروريستي کړيو ٣٩ مورده تحرکات لرل.
په ٢٠٩ شاهين  زون کې (بلخ ،فارياب ،جوزجان ،سمنګانو ،کندز،بغلان ،سرپل تخار او دبدخشان) د دښمن تحرکات ٧٦ مواردوته ورسيدل.
په ٢١٥ ميوند زون کې (هلمند او نيمروز)د دښمن ٥٠ مورده تحرکات وليدل شول.
دکابل په ١١١ زون کې د دښمن ٨٢ مورده تحرکات ثبت شوي دي.
په دغو بريدونوکې د افغانستان ١٦٤ تنه دښمنان وژل شوي او ٨٢ تنه يې ټپيان شوي دي او ٢٥٣ ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي او يوه زياته اندازه وسله اوپوځي تجهيزات ترلاسه شوي دي .
په خواشينۍ سره بايد وويل شي چې په دې موده کې د ملي اردو ٧ تنه منسوبين او زموږ ٩ تنه ملکي وګړي شهيدان شوي او دملي اردو ٤٥ تنه منسوبين او ٤٦ تنه  ملکي وګړي ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته