امنیت

په ننګرهار کې دنباتي غوړيو دتوليد فابريکه پرانستل شو ه .

کابل باختر د غبرګولي شپږ ويشتمه :
دکرنې او اوبو لګولو وزارت په ننګرهار ولايت کې دتيلي  بوټو دغوړيو دتوليد فابريکه جوړه او پرانستله .
  دکرنې او اوبو لګولو وزارت درسنيو دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دغه فابريکه د EAVS پروژې  له خوا چې دکرنې او اوبو لګولو په وزارت کې يوه ډيره مهمه پروژه ده ديومليون ډالرو په ټول لګښت  جوړه شوې ده او په ٢٤ ساعتوکې د ١٥ ټنو تيلي نباتي غوړيو دچاڼولو ظرفيت لري .
يوه اړونده خبرځاى  وويل دپندانې ، زغرو او کنځلو په ګډون ددغې فابريکې اومه مواد دهيواد په دننه کې برابريږي او څه ناڅه ١١٠ تنه پکې په کار بوخت دي ددغې فابريکې محصولات  دننګرهار او کابل په ولايتونوکې پلورل کيږي .
ددغې فابريکې جوړول او پرانستل دکرنې او اوبو لګولو وزارت دلومړيو سلو ورځو دپلان يوه برخه ده .
دغه وزارت ژمن دى چې دهيوادپه بيلابيلو سيمو کې دخلکو دژوندانه دښه والي او په خپلو پښو  دخلکو ددرولو لپاره اوچت ګامونه واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته