اقتصاد

شپيته مليونه ډالره ليلاميږي

کابل باختر  د چنګاښ ١٨ :
مرکزی بانک شپيته مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري
ددغه بانک په ليک کي چي باخترآژانس ته ليږل شوې ده ويل شوي دي  دافغانستان بانک دروان کال دوږې  دمياشتې په  ٢٣ او ٢٦نيټه دشنبې او سه شنبې  په ورځو شپيته مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري .
په شرايطوبرابر هغوصرافانو اوتجارتي بانکونوته چې پخوايې يوميلون پنځه سوه زره افغانۍ يې دتضمين په ډول دافغانستان بانک  دبازار دعملياتو په لوى  مديريت کې تحويل کړې دي  بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي اودليلام ګټونکي مکلفيت لري چې حسابونه دې  تر دوو ورځو پورې تصفيه کړي  .
له ټولو برخه والو څخه غوښتنه کيږي چې دداوطلبۍ فورمې  دليلام دورځو دسهار په نهو بجو دبازار دعملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي  او په نهه نيموبجو دې بيرته وسپاري. هغه صرافان  چې تراوسه پورې يومليونو پنځه سوه زره افغانۍ د  تضمين په ليلامونو کې دګډون په مقصد نه دي تحويل کړي کولاى  شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکي دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي .
ديادونې وړ بلل کيږي چې دمعاملوقسمي ترسره کول مجازنه دي  . دليلام ګټوونکي  دخپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول  اوپه حوالې سره په ټاکلې موده کې په  بانک کې تحويلې کړي..

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته