کابل باختر دلړم دمياشتې ١٦ نيټه :
د کورنيو چارو وزارت مقامات وايي چې د شمشاد په ټلويزيوني شبکې په تروريستي بريدکې د دغې شبکې دوه تنه کارکوونکي شهيدان او ٢١ تنه نور ټپيان شول.
دوه تنه يرغلګر چې په دې ټلويزيوني شبکې يې بريد کړى و، هم ووژل شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې :
نن له غرمې مخکې د يوولسو بجوپه شاوخوا کې وسله والو يرغلګرو د کابل ښار د شپاړلسمې ناحيې د جشن په سيمه کې د شمشاد په ټلويزيونې شبکې بريد وکړ.
لومړى د دغې ټلويزيوني شبکې د ودانۍ په وړاندې ځانمرګى بريد وشو چې له امله يې ددغې شبکې دوه تنه ساتوونکي شهيدان شول او وروسته يرغلګر ودانۍ ته ننوتل، خو د پوليسو ځانګړي ځواکونه ډير ژر د پيښې سيمې ته ورسيدل او له يرغلګرو سره چې د کورنيو چارو وزارت له خوا دوه تنه ښودل شوي دي؛ په نښتې لاس پورې کړ.
د کورنيو چارو وزارت وياند واجد مجروح وايي چې په دې بريدکې د شمشاد د ټلويزيوني شبکې دوه تنه ساتوونکي شهيدان او ٢١تنه نور ټپيان شول.
خو يوشمېرخبرځايونو د دغې پيښې د قربانيانو شمېر درې تنه او د ټپيانو شمېر ٢٢ تنه ښودلى دى چې په ټپيانوکې د اور وژنې څلور تنه کارکوونکي هم شامل دي.
د عامې روغتيا وزارت خبرځايونو ويلي دي چې د دغې پيښې د شپږو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى.
د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو دتحقيقاتو رئيس جنرال سالم الماس وايي چې د پوليسو ځانګړي ځواکونه په دقت سره عمل وکړ او په لومړي ګام کې يې هغه ماشومان چې د ټلويزيون په وړکتون کې وو، وژغورل او وروسته په پړاوويز ډول د دغې ټلويزيونې شبکې ټول کارکوونکي وژغورل شول .
دا په داسې حال کې ده چې تروريستانو وکولاى شول چې ددغې ټلويزيونې شبکې يوه ښځينه کارکوونکې چې د تيښتې په حال کې وه؛ پرې ډزې وکړي.
د داعش ډلې د دغه بريد مسووليت منلى دى؛ خو خبرځايونه وايي چې په افغانستان کې داعش شتون نلري او هغه کسان چې د داعش په نامه فعاليت کوي؛ د طالبانو د ډلې يوه برخه ده .
طالبانو پخوا هم په رسنيو او د هغو په کارکوونکو د بريدونو عامل بلل شوي دي.
دوه کاله مخکې د کابل په درېمه کارته کې د طلوع ټلويزيون په کارکوونکو ځانمرګى بريد د طالبانو کار و.
په همدې حال کې جمهوري رياست دشمشاد په ټلويزيوني شبکې بريد غندلى دى او ټينګار يې کړى دى چې دغه شان بريدونه نه شي کولاى په هېوادکې د بيان په آزادۍ او د رسنيو په آزادانه کار ناوړه اغيزه ولري او دولت به د رسنيو دساتنې په مقصد زيات تدبيرونه ترلاس لاندې ونيسي .
يوناما هم دغه بريد غندلى دى.
د رسنيو يوشمېر کارکوونکو د شمشاد په ټلويزيونې شبکې د تروريستي بريد په غندلو سره ټينګار کړى دى چې خلکو ته د اطﻻع رسونې او د بيان د ازادۍ د ساتنې په لاره کې له خپل هوډ څخه نه اوړي.
تېره اوونۍ د کابل ښار په وزيرمحمداکبر خان ساحه کې د يوه ځانمرګي بريد له امله چې د يوه ١٣ ماشوم له خوا ترسره شو؛ د سيمه ييزو ارګانونو د څو تنو کارکوونکو او يوه ١٤ کلنې نجلۍ په ګډون چې ګرځنده پلورنکې وه؛ يوشمېر کابل ښاريان شهيدان شول.
د دغه بريد مسووليت طالبانو په غاړه اخيستى و.
پاى ج ذ
0 2 دقیقې لوستل