ټولنه

دخواخوږۍ پيغام .

کابل / دلړم ١٣مه / باختر :
دتياتر دمخکښ  فيض محمد  خيرزاده دمړينې په اړوند داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت پيغام .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت مشرتابه دهېواد  دفرهنګي شخصيت  فيض محمد خيرزاده په مړينې خواشيني څرګنده کړه .
فيض محمدخيرزاده ډايرکتر، دسينما کارکوونکى، ژباړونکۍ او په افغانستان کې دتياتر دبدلون له مخکښانو څخه وو .
خيرزاده خپلې لومړنۍ  زده کړې  دکابل په حبيبيې  ليسې او لوړې زده کړې يې دفلسفي  او تياتر په څانګو کې دامريکا په نيو جرسي او نيويارک کې  بشپړې کړې او په ١٣٣٧ لمريز کال کې دمطبوعاتو په مستقل رياست  کې مقرر شو او دهېواد  دسينما اوتياتر  په تاريخ کې يې  نوې پاڼه پرانستله .
هغه ډير ژر  دتياتر ، سينما ، ځوانې  څېرې  او د موسيقۍ  هنرمندان راټول کړل او په کابل کې دتياتر دهنري موسسې په جوړولو لاس پورې کړ او په هغه کې يو زيات شمېر ځوانانو  په فعاليت پيل وکړ او شهرت ته ورسېدل او (دمانند عقا ب)  هنري فلم ددغې موسسې له محصولاتو څخه و چې ډايرکتر  او دسناريو ليکونکي  يې ارواښاد خيرزاده و .
  فيض محمد خيرزاده دخپل عمر په وروستيو څلورو لسيزو کې په امريکا کې ژوند وکړ او دتېرې چارشنبې په شپه د ٨٥ کلنۍ په عمر  په حق ورسېد.
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دهېواد دتياتر او سينما  دودې اوبډاينې په لاره کې د خيرزاده کارونو او خدمتونوته دقدر په سترګه ګوري او دهغه مړينه يوه ستره  هنري ضايعه بولي او دالله (ج ) له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت اوپاتې کسانو او هېواد  هنري  ټولنې ته دجميل صبر او دجزيل اجر هيله کوي .
  ختم_ شکريه – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته