غزني باخترد ثور دمياشتې ١٠ :
په غزني ولايت کې پاڅون کوونکو نن څلورتنه طالبان ووژل او دوه تنه نورطالبان يې ټپيان کړل.
دغزني د ولايتي شورا غړى امان الله کامراني باخترآژانس ته وويل: پاڅون کوونکو د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ د سيل باز او عالم خيلو په کليوکې له طالبانو سره جګړه وکړه چې څلورتنه طالبان يې ووژل او دوه تنه نوريې ټپيان کړل.
0 د یوې دقیقې څخه لږ