امنیت

ډار اچوونکو په غورکې د يوه قومي مشر قبر وسوځاوه

غور باختردليندۍ دمياشتې ١٤نيټه :
ډار اچوونکو پرون د غور ولايت په دولتيار ولسوالۍ کې د يوه قومي مشر قبرو وسوځاوه .
د غور ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد اقبال نظامي باختر آژانس ته وويل  چې ډار اچوونکو د ملابدل قبر چې د دولتيار ولسوالۍ يو قومي مشر و، وسوځاوه.
نظامي زياته کړه چې د ډاراچوونکو دغه کار د خلکو د ولولو سبب شوى دى او د ډار اچوونکو پرخلاف د دوى کرکه زياته شوې ده.
پاى   ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته