ورزش

دافغانستان دکرکټ ملي ټيم دزمبابوي دکرکټ دسياليو اتلوالي وګټله .

کابل باختر د کب  نهمه :
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم  تيره شپه دزمبابوي  دکرکټ ملي ټيم ته ماتې ورکړه او ددغو سياليو اتلوالى يې ترلاسه کړه .
ددغو دوو ټيمونو ترمنځ پنځه يو ورځنى پنځوس اوريزوسياليو وروستۍ لوبه چې برخليک ټاکوونکى لوبه  وه ديوسلو شپږو منډو په توپير سره دهېواد دکرکټ دملي ټيم په ګته پاى ته ورسيده او ددغو سياليو داتلوالى جام يې دافغانستان په نامه ثبت کړ .
دباختراژانس دخبرله مخې  لومړى دافغانستان دکرکټ ملي ټيم توپ وهنه پيل کړه په پنځوسو اورونو اودټولو لوبغاړو په سوځيدو سره يې سيال ټيم ته دوه سوه څلور پنځوس منډې هدف وټاکه او دغه ټيم ټاکل شوې هدف پوره نه کړ او د يوسلو شپږو منډو په توپير سره يې دافغانستان دکرکټ دملي ټيم په وړاندې ماتې وخوړه .
ديادونې وړ ده چې دافغانستان دکرکټ  ملي ټيم دزمبابوي له ټيم سره په پنځويو ورځنيو سياليو کې درې لوبې وګټلې او دوه لوبې يې بايلودې .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه هيئت او دباختراژانس کارکوونکي ددغه برياليتوب  مبارکي کرکټ بورد  او دافغانستان ټولو خلکوته  وايي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته