روغتیا

په سعودي عربستان کې افغان روغتيايي ټيم څه دپاسه ٤٠٠٠٠تنه اړ کسان تداوي کړي دي

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه
په مکه مکرمه  او مدينه منوره کې په روغتيايي  مرکزونو کې دافغاني حاجيانو روغتيايي ټيم تراوسه پورې  څه دپاسه څلويښت زره تنه افغان اړ حاجيان تداوي کړي دي .
دغه ټکۍ دافغان حاجيانو دروغتيايي ټيم رييس ډاکتر عبدالرحمن اکبري په مکه معظمه کې دباختر اژانس استول شوي خبريال نثار احمد نوير ته څرګند کړ او وي ويل: په مدينه منوره او په مکه مکرمه کې دهيواد حاجيانوته د روغتيايي خدمتونو دوړاندى کولو په مقصد دافغان حاجيانو دروغتيايي ټيم اووه روغتيايي مرکزونه  فعاليت کوي .
ده وويل دغه مرکزونه په  ٢٤ ساعته ډول ددوى داستوګنې سيمو ته څيرمه ساحو کې دهيواد دحاجيانو په چوپړ کې  دي او تراوسه پورې په مکه مکرمه کې په روغتيايي مرکزونوکې يو څلويښت زره شپږ سوه اويا تنه تداوي شوي دي او لازم درمل ورته ورکړ شوي دي .
ده زياته کړه چې په مدينه منوره کې دافغان حاجيانو په روغتيايي مرکزونوکې هم ٢٧٤١حاجيانو ددرملنې په مقصد مراجعه کړې ده اوله درملنې او علاج وروسته لازم درمل ورباندې ويشل  شوي دي .
ده وويل: که څه هم ديرش زره تنه افغانان د بيت الله شريف د حج دمراسمو داداکولو په مقصد له افغانستان څخه سعودي عربستان ته ورغلي دي . خو يو شمير اړو حاجيانو څو ځلې په مکه مکرمه اومدينه منوره کې روغتيايي مرکزونو ته  مراجعه کړې ده او په دې ډول يې ثبت او راجستر شمير لوړ کړى دى .
په سعودي عربستان کې دافغان حاجيانو دروغتيايي ټيم رييس وويل چې افغان حاجيانو ته دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو په خاطر دډاکترانو ،روغتياپالو او درمل جوړونکو په ګډون شپيته تنه روغتيايي کارکوونکي په مکه مکرمه  او مدينه منوره کې په روغتيايي مرکزونو کې دناروغانو په چوپړ کې دي .
داکبري دڅرګندونو له مخې، سږ کال د ٦٢قلموپه ګډون نږدې دوه نيم ټنه درمل له افغانستان څخه داړو حاجيانو ددرملنې په خاطر سعودي عربستان ته ليږدول شوي دي او تراوسه پورې په دې برخه کې کمښت نه دى احساس شوى .
دغه راز ده افغان حاجيانو ته دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو په مقصد په مکه مکرمه او مدينه منوره کې په روغتيايي مرکزونوکې دافغانستان دروغتيايي ټيم دمسوولينو او کارکوونکو دپرله پسې هلوځلو ډاډ ورکړ .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته