ټولنه

په سمنګانو کې د هوا له ککړتيا سره پر مبارزې ټينګار وشو

کابل/ باختر/دغبرګولي ٢٦مه
د ژوندانه د چاپيريال ساتنې نړيواله اوونۍ نن په سمنګانو ولايت کې ونمانځل شوه.
دغه اوونۍ د «هوا له ککړتيا سره د مبارزې» تر شعار لاندې د سمنګانو د لوړو زده کړو موسسې له خوا د ژوندانه د چاپيريال ساتنې ادارې په همکارۍ ونمانځل شوه.
د سمنګانو د ژوندانه د چاپيريال ساتنې ادارې رئيس عبدالهادي عزيزي د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د څرنګوالي او د ځمکې د کُرې په کچه په راتلوونکو لسو کلونو کې د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د جدي خطرونو په باب د پوهانو د اټکلونو او په هېواد کې د هوا د ککړتيا د علتونو په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې دغه پروګرام د ژوندانه د چاپيريال ساتنې فرهنګ د رواجولو او د خپلو استوګنو د سيمو پاک ساتلو ته د خلکو د هڅونې په مقصد ترسره شو.
د سمنګانو د کرنې ادارې رئيس محمد رحمان ارغنديوال په تېروکلونو کې د شنو ساحو د له منځه وړلو، د ځنګلونو د غوڅولو، په څړځايونو کې د وښو د له منځه وړولو، په کرنیزو ځمکو د څړ ځايونو د بدلولو او د ژوندانه چاپيريال ساتنې ته د هغه د زيانونو په باب خبرې وکړې او له محصلانو او ځوانانو څخه يې وغوښتل چې د ژوندانه د چاپيريال ساتنې په لاره کې خپل مسووليت ادا کړي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته