امنیت

په نورستان کې دڅلوروپاکستاني ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل / دسلواغې  ٢٥مه / باختر :
څلور پاکستاني ډار اچوونکي په نورستان کې دافغانستان دسرحدي مامورانو په ډزو کې ووژل شول .
درارسيدلو خبرونوله مخې ، دغه ډار اچوونکي تېره شپه دډيورنډ له کرښې څخه په تيريدو سره نورستان ته ورسيدل چې دهېواد دسرحدي  مامورانوله بريد  سره مخامخ شول .
دهېواد په ختيځ کې يوه جګپوړي پوځي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې بريد کې دطالبانو په ډلې پورې اړوند څلور پاکستاني ډار اچوونکي ووژل شول .
هغه وويل :دغه پاکستاني طالبان نوي له پاکستان څخه په ډار اچوونکو فعاليتونوکې دګډون لپاره نورستان ته راورسيدل چې  سملاسي  پرې بريد وشو
  طالبانو تراوسه پورې په دې اړوند څه نه دي ويلي .
ديوبل خبرله مخې ، پوځيانو دنورستان په ګن ميشتو لارو کې داوو ماينونو په کشفولو سره ديولړ چاودنودرامنځته کيدو مخه ونيوله .
طالبان ددغو ماينونودښخولو عاملان بلل شوي دي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته