ټولنه

دوګړو او ميندو نړيواله ورځ هيره شوې ده

نيويارک  باختر د چنګاښ  دوه ويشتمه :
دنړۍ دوګړوشمير مخ په زياتيدو دى  خو تاوان يې له  ټولو څخه زيات پيغلوټې او تنکې نجوني په اوږو اخلي .
په پرمختيايي هېوادونوکې له هرو پنځو ميندو څخه يوه يې له اتلس کلنۍ څخه ښکته عمر لري ، هيرې شوې پيغلوټې  دوګړو په نړيواله ورځ کې دروان کال موضوع ده )
دنړۍ دوګړو شمير په هره  ثانيه کې  ٦ر٢ تنه زياتيږي .
دملګروملتو په سازمان کې دنړۍ دوګړو دصندوق درپوټ له مخې: دنړۍ دوګړوشمير چې اوس درې اعشاريه اووه مليارده تنه  دي  تر راتلوونکو پنځلسو کلونو پورې پنځه اعشاريه  اته ملياردو تنو ته رسيږي او تر ٢١٠٠کال پورې به دغه شمير دوه اعشاريه  يوولس مليارده  تنو ته ورسيږي 
دڅيړنو له مخې :دنړۍ دوګړو دورځ په ورځ زياتيدونکي شميردمخنيوي  يوه لاره دښځو او دتنکيو پيغلوټو دژوندانه  دشرايطو ښه والى دى .
دملګرو ملتو سازمان دنړۍ دوګړو دنړيوالې  ورځې  په توګه دکال ديوې ورځې په نومولو سره  له ١٩٨٩ کال راپديخوا هلې ځلې کوي چې دنړۍ دوګړو شمير دزياتوالي  او له دې امله درامنځته شويو ستونزو په وړاندې دنړيوالو پاملرنه  جلب کړي چې په دې ترتيب  دهغوى دحقوقو دترلاسه کولو اوپه سلامتيا

دلاس بري لپاره ملاتړ پراخ شي 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته