کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٣
دهرات ولايت دباسکټبال سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وموند.
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل :
په دې لوبه کې دپوهنې داستقلال ټيم د پنځه اتيا امتيازونو په مقابل کې ديوسلو يوويشتو امتيازونو په ګټلو سره دسمندر ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ دشپږو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوي دي .
ديوبل خبرله مخې : دهرات ولايت دفوټبال د غوره ليګ سياليو د راتګ پړاو سياليو پرون مازيګر داتفاق او اتحاد غوريان دټيمونو په لوبې سره دوام وموند دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل :
په دې لوبه کې داتفاق ټيم او داتحادغوريان ټيم لوبه له ګول پرته برابره پاى ته ورسوله.
دغه سيالۍ دفوټبال داتو غوره ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل