کابل /دکب ۶مه /باختر
د امیر علی شېرنوايي او ظهیرالدین محمد بابر د زوکړې ورځې په فاریاب ولایت کې ونمانځل شوې.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، شاعرانو لیکوالانو، فرهنګیانو او څېړونکو د دغو دوو عرفاني او سیاسي شخصیتونو د ژوندانه او کارونو په اړه خپلې څېړنیزې مقالې وړاندې کړې.
د امیر علي شېرنوایي دزیږیدو ۵۸۰ کالېزه او د ظهیر الدین محمد بابر د ۵۳۹ کالېزه د میمنې ښاروالۍ او د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا د یوشمېر فرهنګي بنسټونوپه همکارۍ ونمانځل شوې.
د پوهنتون استاد او څېړونکي استاد سید تاج الدین تاشقین بهایي د دغو دووعرفاني شخصیتونو پر ادبي او سیاسي ژوند خبرې وکړې.
د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمس الدین محمدي په دې غونډه کې د امیر علي شیرنوایي د عرفاني او دغه راز د ظهیر الدین محمد بابر پر هنري لاسته راوړنو خبرې وکړې.
وروسته یو شمېر لیکوالانو، مشرانو، شاعرانو او څېړونکو د دغو دوو میړنیو د شخصیت په اړه خبرې وکړې .
میر نظام الدین امیر علي شېر نوایي د تیموریانو او د سلطان حسین بایقرا د واکمنۍ په وخت کې مشهور شاعر، پوه اوسیاستوال و او ظهیر الدین محمد بابر د هند دګرګاني امپراطورۍ بنسټګر و چې د اسلامي دورې وروستی امپراطور شمېرل کېږي.
ج-ا