اقتصاد

قطر او افغانستان د ملکي هوايي چلند په برخه کې همکاري کوي

کابل باختر د ثور ١٦:
افغانستان او قطر د ملکي هوايي چلند په برخه کې ګډه همکاري کوي او په نږدې راتلوونکې کې به د دواړو  هېوادونو ترمنځ مستقيمې الوتنې پيل شي .
  د باختر آژانس د خبرله مخې:
دغه موافقه قطر ته د ملکي هوايي چلند د اداري معين ډاکتر محمدقاسم وفايي زاده د سفر په بهيرکې وشوه.
د افغاني هيئت د خبرو اصلي محور د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقيمو الوتنو پيل، د ملکي هوايي چلند د ادارو ترمنځ د هوايي خدمتونو د موافقه ليک د مادو تعديل او د ملکي هوايي چلند د امنيت په برخه کې د ظرفيت جوړولو په برخه کې د قطر همکاري بلل شوې ده.
د قطر د مرکچي هيئت رياست، د دغه هېواد د هوايي چلند د ادارې د رييس عبدالله بن ناصر ترکي السبيعي  په غاړه درلود.
وروسته د دواړو لورو تخنيکي ټيمونوخپل کار پيل کړ او په نتيجه کې دواړو هېوادونو موافقه وکړه چې د روان ميلادي کال د اکټوبر په مياشت کې د افغانستان او قطر ترمنځ مستقيمې الوتنې پيل شي.
ددغه موافقه ليک له مخې، د دواړو لورو ترمنځ د الوتنو سقف په اوونۍ ١٤ الوتنې ټاکل شوې دي. دغه راز دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د څرنګوالي په باب خبرې وکړې .
ټاکل شوې ده چې د افغانستان لورى د ملکي هوايي چلند په برخه کې خپلو اړتياوو لست له قطر لوري سره شريک کړي او وروسته په راتلوونکې کې د دغو امکاناتو د برابرولو د څرنګوالي په باب خبرې اترې وشي.
دغه راز افغانستان د سيمې په کچه د هوايي چلند د امنيت په برخه کې د قطر د ښه وړتيا په دليل غوښتنه وکړه چې د ملکي هوايي چلند د امنيت په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته