ورزش

دافغانستان ملي ټيم دبنګله ديش ټيم ته ماتې ورکړه .

کابل باختر دوږي ٢٠مه :
دافغانستان دفوټبال  ملي ټيم په اسيا کې دفوټبال د نړيوال جام دمقدماتي پړاو دسياليو  په دوام تېر ماښام دصفر په وړاندې په يو سره  دبنګله ديش ملي ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ  چې دتاجکستان پايتخت  دوشنبې ښار کې ترسره شوه د ٢٠٢٢  کال د نړيوال جام سياليو او د ٢٠٢٢  کال داسيا دملتونو جام ته دلارموندلو  په خاطر دافغانستان دويمه لوبه وه.
دافغانستان ملي ټيم تېره اوونۍ له قطر سره  په لومړي لوبه کې دصفر په وړاندې په شپږ سره ماتې وخوړه .
  ختم_ شکريه- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته