امنیت

په فراه کې د پوليسو په پوستو د طالبانو ډله ييز بريدونه

کابل- باختر د لړم دمياشتې ٢٦
وسله والو طالبانو نن سهار د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په ځينو امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
د فراه ولايت وياند جواد افغان د دغه خبر په تاييدولو سره دباختر آژانس خبريال ته وويل: اوس د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
د افغان د څرګندونو له مخې: په دې جګړه کې تراوسه پورې دوه تنه پوليسان شهيدان او پنځه تنه ملکي وګړي د طالبانو له خوا تښتول شوي دي .
دى وايي: په دې جګړه کې تراوسه پورې د طالبانو د سر د زيان شمېر لسو تنو ته رسيدلى دى او د طالبانو د ټپيانو په باب دقيق شمېر نه دى ترلاسه شوى .
د فراه ولايت وياند ټينګار وکړ چې کومکي ځواکونه د بالابلوک ولسوالۍ ته استول شوي او جګړه دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته