اقتصاد

نړيوال بانک دانرژۍ اواوبو له وزارت سره داويا مليونو ډالرو مرسته کوي .

کابل باختر د غبرګولي يوولسمه :
نړيوال بانک دانرژۍ  اواوبو له وزارت سره داويا مليونو ډالرو مرسته کوي  . 
دانرژۍ اواوبو وزارت مسوولين وايي چې نړيوال بانک داوبو لګولو دبنسټونو دبيا رغونې ، دسترو کانالونو دجوړولو، دهايدرو ميترو لوژيکي اسانتياوو دخدمتونو دبرابرولو ، دتخنيکي همکاريو او دپروژو دمديريت ارزښتونو دپياوړتيا لپاره له دغه وزارت سره داويا مليونو ډالرو مرسته کوي .
  دباختراژانس دخبر له مخې،   دانرژۍ  اواوبو وزارت په خبرپاڼه کې  دغه راز ويل شوي دي چې دغه وزارت  په  پام کې لري چې له دغو مرستو څخه په استفادې سره  دهېواد په ځينو ساحو کې   داوبو لګولو څه ناڅه پنځوس کانالونه  جوړ کړي چې اتيا زره هکتاره کرنيزه ځمکه دخړوبولو  ترپوښتنې لاندې نيسي او داوبو ددوو بندونو جوړول  هم ددغه وزارت په دغو پروګرامونو کې  شامل دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته