ټولنه

دسترې محکمې اعلامیه

کابل باختردلړم دمياشتې ٢ :
دسترې محکمې اعلامیه
د سعودی عربستان د شاهی دولت د اعلامیې له مخې،
دپنجشنبې ورځ د ۱۳۹۱ هجری لمریزکال دلړم څلورمه نیټه چې د ۱۴۳۳ هجری قمری کال د ذو الحجی له نهمې ورځې سره برابره ده د عرفې ورځ او جمعه د لړم د میاشتې  پنځمه چې د ذوالحجی له لسمې ورځې سره برابره ده د نیکمرغه لوی اختر لومړی ورځ ده .
د افغانستان د اسلامی جمهوریت ستره محکمه په دغه مناسبت خپلې مبارکی او نیکې هیلې د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی ، د جمهوری ریاست مرستیالانو ، د ولسی جرګې او مشرانو جرګې محترمو رئیسانو ، د کابینې محترمو غړو ، لوی څـارنوال ، په ملی شورا کې د خلکو استازو او د افغانستان ټولو دیندارو او مسلمانو خلکوته وړاندې کوی او د لوی خدای (ج ) څخه هیله کوی چې سوله ، امنیت ، سوکالی اوترقی دافغانستان مسلمان ولس ته ورپه برخه شی .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته