اقتصاد

جمهوررئیس غني د افغانستان – چین هوایي دهلېز د پرانیستې پرمهال: د لړم پنځلسمه به هر کال د جلغوزيو د ورځې په نوم ونمانځل شي

کابل/ باختر د لړم د مياشتې ۱۵ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د افغانستان – چین دهلېز د شل ټنه جلغوزیو په صادرولو سره نن سهار په حامدکرزي بین المللي هوایي ډګر کې رسماً پرانیست.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د پرانیستې په دغو مراسموکې چې د کابینې یو شمېر غړو، دولتي مقاماتو او په کابل کې د چین ولسي جمهوریت شارژدافیر هم حضور درلود، د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني وویل، د جمهور رئیس په لارښوونه کرنې وزارت نن د افغانستان جلغوزي زموږ د هېواد په نوم رسماً چین ته صادروي.
هغه زیاته کړه: د چین لوی مارکېټ به زموږ پانګه وال د جلغوزیو د پروسس په برخه کې پانګونې ته وهڅوي او کرنې وزارت په دې برخه کې هر ډول مرستې ته ژمن دی.
ښاغلي دراني وویل، کرنې او مالدارۍ وزارت د جلغوزیو سوداګر او اتحادیې د روزنیزو ورکشاپونو له لارې له نړیوالو معیارونو سره بلد کړي او دوی ته یې د افغانستان او چین ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک په اړه پوهاوی ورکړی. هغه زیاته کړه، کرنې او مالدارۍ وزارت چمتو دی چې جلغوزي په بین المللي معیارونو صادر کړي او شل ټنه یې نن لېږدول کېږي. 
په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال جمهور رئیس غني وویل، نن یوه تاریخي ورځ ده چې زموږ پټه خزانه (جلغوزي) په ملي پانګه بدلېږي او په دې ویاړ به هر کال د لړم پنځلسمه د جلغوزي د ورځې په نوم ونمانځل شي.
جمهور رئیس د جغلوزیو په برخه کې د ولس، اړوندو وزارتونو او ادارو هلو ځلو څخه په مننې وویل، د افغانستان د هرې برخې انکشاف د ټولو ګډه همکاري غواړي. 
جمهور رئیس څرګنده کړه، تریخ حقیقت دا وو چې افغانستان د نړۍ لوی تولیدونکی وو، مګر په هیڅ ځای کې تولید له درې زره ټنو څخه زیات نه وو، ځکه زموږ جلغوزي نورو په خپلو نومونو بهر ته صادرول، مګر ټولو ته د افغانستان د خصوصي سکتور پیغام دا دی چې زموږ صادرات به د افغانستان په نوم نړۍ ته صادرېږي.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، زموږ ۴۰ سلنه خلک لا هم په ځنګلونو، کرنه او مالدارۍ بوخت دي، نو د جلغوزيو په څېر د افغانستان د تولید هر قلم باید د ارزښت په ځنځیر بدل شي.
جمهور رئیس وویل، د افغانستان او هند د هوایي دهلېز له برکته په هند کې له یو میلیارد زیات خلک د افغانستان محصولاتو سره اشنا دي، نن د چین یو میلیارد او درې سوه میلیونه نور خلک ورسره بلدېږي چې  دا د افغانستان د کرنې او صادراتو د ودې لپاره لوی پرمختګ دی. موږ باید د خپل انکشاف پر پانګو تمرکز وکړو، ځکه له دې سره په کلیو کې د ابادۍ، پوهنې او روغتیا زمینې او اسانتیاوې زیاتېږي.
جمهور رئیس غني د پکتیکا، پکتیا او خوست له ولسونو مننه وکړه چې د جلغوزیو د ونو په پرې کولو یې ناغه تړلې او همدارنګه یې د خامو موادو پرځای د پروسس شویو هغوصادرول ګټور وبلل. هغه زیاته کړه، د جلغوزیو او نورو عمده صادراتو اتحادیې دې ایجاد شي. 
هغه زیاته کړه، د افغانستان پیداوار زموږ په خپل لېبل نړۍ ته د افغانستان انځور بدلوي او د کرکټ هومره ارزښت لري، ځکه په نړیوالو نندارتونوکې به خلک د افغانستان بیرغ ته په لا ډېر ارزښت وګوري.
محمد اشرف غني کرنې وزارت ته لارښوونه وکړه چې په هر ولایت کې خپل تخنیکي کارونه د پوهنتونونو له لارې مدیریت او کرنیزې پروژې دې ولایت محوره کړي. هغه له صنعتکارو وغوښتل په هغو تولیداتو دې اساسي پانګونه وکړي چې زموږ صادرات زیاتوي او واردات کموي.
ورپسې محمد یونس مومند د خصوصي سکتور په استازيتوب جمهور رئیس ته د دې بریا مبارکي وویله، چې افغانستان په خپل نوم او هویت جلغوزي د نړۍ لوی مارکېټ (چین) ته صادروي، د افغانستان خصوصي سکتور هیچاته اجازه نه ورکوي چې زموږ صادرات په خپل نوم نورو هېوادونو ته واستوي.
هغه په ټینګار سره وویل، د جمهور رئیس د هڅو او پاملرنې له برکته افغانستان د هوایي دهلېزونو په برخه کې ښه پرمختګونه لري او خصوصي سکتور په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
په کابل کې د چین  سفارت شارژدافیر لیو جین سونګ د خبرو پرمهال وویل، د چین او افغانستان د جمهور رئیسانو د کتنې پر مهال د دواړو هېوادونو اړوندو مقاماتو چین ته د افغانستان د جلغوزیو د صادراتو موافقتنامه لاسلیک کړه او بالاخره د دواړو لوریو د هلو ځلو په پایله کې نن د دغې موافقتنامې د اجرا کېدو شاهدان یوو او د خوښۍ ځای دی چې د افغانستان د جلغوزیو لومړۍ محموله د هوایي دهلېز له لارې چین ته لېږدول کېږي.
نوموړي زیاته کړه، په ۲۰۱۶ کال کې چین ته د افغانستان د زعفرانو له صارداتو وروسته نن د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو مناسباتو د پیاوړتیا په برخه کې یو بل ګام واخیستل شو.
د چین شارژدافیر وویل، دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا په موخه په نږدې راتلونکي کې چین ته د افغانستان د انارو د صادراتو په اړه هم خبرې کړي.
هغه څرګنده کړه، دغه ډول سوداګریز مناسبات د دواړو هېوادونو په ګټه دي چې د افغانستان تولیدونکي او تاجران کولی شي خپل پیداوار اسانه او ارزانه چین ته صادر کړي او چین هم کولی شي د افغانستان باکیفیته محصولات په مناسبه بیه ترلاسه کړي.#
پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته