کابل/باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۶ مه
د ځوانانو او جندر د ملي پاليسۍ د تطبيق د کمېټې غونډه پرون په پروان ولايت کې جوړه شوه .
د باختر آژانس د خبرله مخې: په دې غونډه کې د پروان والي فضل الدين عيار د ځوانانو د اتحاد او پيوستون په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې ځوانان بايد په هدفمندانه ډول او د خپلې ټولنې د اساسي واقعيتونو او اړتياوو له مخې ګام پورته کړي .
ده ټينګار وکړ چې بايد د پروان ولايت په ادارو کې کارونه او پروګرامونه د لومړيتوبونو له مخې ترسره شي چې د ځوانانو ستونزې او اړتياوې وڅيړل شي او د ځوانانو د ودې او ظرفيت جوړولو زمينې په ښه ډول برابرې شي.
په دې غونده کې د پروان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالواحد هاشمي د ځوانانو د رول او ارزښت په باب خبرې وکړې او ځوانان يې د ټولنې د ملا تير وباله .
ده له مسوولينو څخه وغوښتل چې د ځوانانو او جندر د ملي پاليسۍ په تطبيق کې په مسوولانه ډول عملي ګامونه پورته کړي او د ځوانانو د ودې په لاره کې زياتېه لې ځلې وکړي .
د غوندې په پاى کې د ځوانانو چارو يو شمېر مسوولينو خپل کاري رپوټونه وړاندې کړل.
ختم_ ج _اکرم
1 1 دقیقه لوستل