اقتصاد

دسويابينو حاصلات زياد شوي دي

کابل – باختر دتلې ١٧
په بلخ ولايت کې دسويابينو حاصلات دتير کال په پرتله زيات شوي دي دبلخ ولايت دکرنې او اوبو ولګولو رياست دمسولينو دڅرګندونو له مخې ددغه بوټې په حاصلاتو کې سږکال پنځه ويشتو ټنوته رسيدلي دي په داسې حال کې ده چې تيرکال دسويا بينو حاصلات شلوټنوته رسيدلي و.
باختر آژانس ته دبلخ ولايت دکرنې او اوبولګولو رياست دتحقيقاتو دکميټې دغړي محمد صديق نظري دڅرګندونو له مخې :دغه بوټې  دبخ ولايت  اوپه تيره بيا دبلخ دهدادى او نهرشاهي دولسواليو په کچه د اوبو او هوا دمساعدوالې له امله له هرو دوه زره مربع متره ځمکې له لسو څخه تر دولسو کېلوګرامو پورې سويابين کرل کېږي څه ناڅه اته سوه کېلوګرامه سويابين ترلاسه کېږي.
نظري زياټه کړه له دغه بوټې څخه غوړي شيدي او پنير جوريږي دغه راز کنجاړي او له پو ستکي څخه يې دځاريو دخوراکي توکو په توګه استفاده کېږي.
ده زياته کړه دغه بوټې په دغه ولايت کې دافغان سويا په فابريکه کې له پروسس وروسته يوټن په اته سوه دالرو په بهرنيوانجوګانو پلورل کېږي.
دبلخ ولايت دهيواد دکلي يو بزګر عبدالحمد دترلاسه شويو حاصلاتو له امله دځوښي دڅرګندونو په ترځ کې ددولت له مسولينو څخه غواړي چې کېمياوي سره او دسويا بينو تخم په ډول ووشي.
نظري وويل موږ هلې ځلې کوو چې دغه بوټې دنشه يي توکو دکر کيلې بديل کړو چې بزګران دهغه کرلوته مخه  وکړي او دسويابينو که کرکېله زيات رواج شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته