کابل / دمرغومي ١٤مه / باختر:
دننګرهار دکوز کونړ ولسوالۍ دسيد عبدالغفور بابا دمنځني ښوونځي دودانۍ دجوړولو کار پيل شو .
دکليو دبيا رغاونې اوپرمختيا وزارت وياند فريدون آژند نن دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه ودانۍ ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دکليو دبيا رغاونې او پرمختيا وزارت دولسي تړون دملي پروګرام له خوا جوړېږي چې په ودانۍ کې اته درسي خونې ، درې تشنابونه او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي.
هغه وويل : ددغه ښوونځي دودانۍ په جوړولو سره به د ٢٧٠نجونو اوهلکانو تعليمي ستونزې لرې شي . ختم_ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ