ټولنه

روسيه د مهاجرينو د راستنولو د چارو له وزارت سره همکاري کوي

کابل باختر دليندي اته ويشتمه :
دمهاجرينو د راستنولو دچارو وزير ډاکتر جماهير انوري نن په کابل کې د روسيې له سفير سره په کتنه کې له افغان مهاجرينو سره ددغه هيواد دهمکارۍ له امله قدردانۍ وکړه .
دباخترآژانس دخبر له مخې: په دې کتنه کې د مهاجرينو د راستنولو دچارو د وزير په دې ترڅ کې چې په روسيه کې د ميشتو افغانانو د ژوندانه او په ټولنيز حقوقو دهغوى دلاسبرى دڅرنګوالى په باب د روسيې له سفيرڅخه دمعلوماتو غوښتنه وکړه؛ زياته يې کړه چې له زياتې مودې راپديخوا په بېلابېلو برخو او په تېره بيا په بنسټيزو برخوکې له افغانستان سره د روسيې د خلکو بشردوستانه فعاليتونه د ستاينې وړ دي .
دغه راز د روسيې سفير وويل چې تراوسه پورې په روسيه کې دافغانانو شتون ددغه هيواد دولت او ملت ته هيڅ راز ستونزه نه ده پيداکړې او افغانان فکرکوي چې په خپل اصلي هيوادکې ژوندکوي .
ده زياته کړه: همدا اوس په روسيه کې د ميشتو افغانانو شمېر لسګونو زرو تنو ته رسيږي چې  د روسيې اتباعو په شان د ژوندانه له ټولو امکاناتو څخه ګټه  اخلي.
د روسيې سفير زياته کړه چې په روسيه کې ميشتو افغانانو سترې تجارتي اتحاديې او ټولنې جوړې کړې دي چې ددې سبب شوې دي چې د افغانستان او روسيې ترمنځ تجارتي بهير له پخوا زيات سمون ومومي .
  دغه راز انوري په روسيه کې ميشتو افغانانو ته د اسانتياوو د برابريدو له امله چې د روسيې د دولت او ملت له خوا ترسره شوې دي؛ قدردانۍ وکړه او افغانستان  ته له راستنو شويومهاجرينو او له کورنيو بې ځايه شويوکسانو سره د روسيې د بشري فعاليتونو دپراختيا غوښتنه وکړه .
په مقابل کې په کابل کې د روسيې سفير د دې ترڅنګ چې د مهاجرينو د راستنولو دچاروله وزارت څخه وغوښتل چې ددغه وزارت يو هيئت دې روسيې ته سفر وکړي او په دغه هيوادکې له ميشتو افغان مهاجرينو سره دې وګوري، له راستنو شويو افغان مهاجرينو او له کورنيو بې ځايه شويو افغانانو سره د دغه هيواد دمرستې او دبشري فعاليتونو دپراختيا ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته