فرهنګ

د هېواد د فرهنګي ميراثونو د ملاتړ او ساتنې ورځ ونمانځل شوه

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢٢ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمد اشرف غني د پيغام په لوستلوسره نن د هېواد د فرهنګي ميراثونو د ملاتړ او ساتنې د ورځې نمانځنه  پيل شوه.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :
دغه غونډه د يوشمېر لوړ رتبه  دولتي  مسوولينو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معينانو، سلاکارانو او ر ييسانو او د يوشمېر دولتي ادارو د مسوولينو، علمي او فرهنګي شخصيتونو او د کابل پوهنتون د استادانو په ګډونجوړه شوې وه .
د غونډې په پيل کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمداشرف غني پيغام د جمهور رئيس د علمي او ټولنيزو چارو د سلاکار           لعل باچا آزمون له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي:
((د يو ملت فرهنګي ميراثونه د هغه ملت د هويت او څوک يې او څه يې د نښې نښانې ښکارندوى دي. له همدې امله د فرهنګي ميراثونو ساتنه او ملاتړ به د هغه ملت د هويت او تاريخ د ساتنې او ملاتړ په مانا وي.))
دغه راز د جمهور رئيس په پيغام کې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه  د هېواد د فرهنګي ميراثونو د ساتنې او ملاتړ د ورځې د نمانځنې د غونډې د جوړولو په خاطر قدر داني شوې ده .
وروسته د ملي وحدت د حکومت د اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله پيغام د اجرائيه رياست د سلاکار فريدون خوځون له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي:
((زموږ هېواد افغانستان د تاريخي لرغونتيا او د ځانګړى جغرافيايي موقعيت       له پلوه د ستراو بډاى فرهنګ، افکارو او انديشو او د مهمو بدلونونو د رامنځته کولو بستر دى چې نښه نښانې يې نه يوازې د افغانستان د بډاى لرغوني فرهنګ په تاريخي او لرغونو آثاروکې نندارې ته وړاندې کوي؛ بلکې زموږ د هېواد تاريخي ځلانده لرغونتيا هم ښيي.))
د اجرائيه رئيس په پيغام کې هم د دغې غونډې د جوړولو په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مسوولينوڅخه قدرداني شوې ده .
دغه د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهنوال محمد رسول باوري په خپلو خبروکې د هېواد د فرهنګي ميراثونو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل: دا لومړى ځل دى چې په هېوادکې دفرهنګي ميراثونو دساتنې او ملاتړ ورځ  نمانځل کيږي .
ده زياته کړه چې په دې مناسبت د هېواد د جمهور رئيس او د اجرائيه رئيس پيغامونه د هېواد د فرهنګي ميراثونو د ساتنې او ملاتړ په لاره کې د هېواد  د مشرانو د ملاتړ او پاملرنې ښکارندوى دي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا او د ښارجوړولو د وزارتونو  له مسوولينو سره دغه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکارۍ د تړونونو لاسليک کول په هېوادکې د لرغونو آثارو او تاريخي آبداتو د ساتنې او ملاتړ زمينه برابروي.
ده زياته کړه چې د افغانستان هر فرهنګي ميراث د افغانستان د هويت ښکارندوى دى او د هېواد د فرهنګي ميراثونو  ملاتړ، ساتنه او دفاع د هر افغان دنده ده .
دغه راز ده دهېواد  له رسنيو څخه وغوښتل چې د خپلو خپرونو له لارې دهېواد د تاريخي آثارو د ساتنې او ملاتړ په باب د خلکو ذهنونه لا روښانه کړي.
دغه راز د دغې غونډې په بهيرکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست  د هېواد د تاريخي آثارو د ساتنې ملاتړ، بيا رغاونې او ترميمولو په خاطر د کليو د بيا جوړولو او پراختيا له وزير انجينر نصيراحمد درانې او د ښار جوړولو وزارت  له معين  محمد اکبر احمدي سره د همکارۍ تړونونه لاسليک کړل .
په همدې ترتيب په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو سلاکار پوهاند عزيزاحمد پنجشيري د هېواد د تاريخي آثارو او اماکنو په باب معلومات ورکړل؛ ويې ويل: د کابل ښاروالۍ په استازيتوب او د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په همکارۍ د هېواد د تاريخي آثارو د ساتنې، دفاع او ملاتړ په لاره کې   د دغه خدماتي بنسټ ژمنه څرګندوم.
دغه رازپه دې غونډه کې د يونسکو استازي عمراخان مسعودي او د آغاخان  د فرهنګي بنسټ استازي ډاکتر عبدالواسع نجيمي د افغانستان په مرکز او ولايتونوکې د تاريخي اماکنو او آبداتو دساتنې، بيارغاونې او ترميمولو په برخوکې د اړوندو بنسټونو د کارونو په باب معلومات ورکړل او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره يې د خپلو زياتو همکاريو ډاډ ورکړ.
د غونډې په پاى کې برخه والو د تاريخي آبداتو د عکسونو، د لرغون پوهنې  د اطلس، انځورګرۍ، خطاطۍ او لاسي صنايعوله نندارتون څخه ليدنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته